تازه خبرونه
د یوناما مشرې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
ٍپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغان ښځو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او څرګندوي: که څه هم اسلامي امارت وايي، چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو کار روان دی؛ خو وخت تېریږي او د نجونو یو نسل له زدهکړو وروسته پاتې کیږي.
روزا اوتونبایوا وایي: د ښوونځیو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. نړیواله ټولنه غواړي، چې د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم او زدهکړې بندیز لغو کړي. مونږ د بېلابېلو عمرونو ټولو ښځو او نجونو ته تعلیم غواړو. که څه هم د دغه هېواد واکمن وايي، چې دوی د شرایطو برابرولو هڅه کوي؛ خو وخت تېریږي او یو نسل له تعلیمه لرې پاتې کیږي.
په امنیت شورا کې د امریکا استازي مرستیال رابرټ ووډ د طالبانو له حکومت سره د امریکا تعامل د ښځو پر وړاندې د تګلارې پر بدلون مشروط ګڼي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مرستیال رابرټ ووډ وایي: تر هغې، چې ښځو ته د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند ته لاسرسی نهوي برابر شوی؛ امریکا به له طالبانو سره عادي اړیکې په پام کې ونهنیسي.
اسلامي امارت وايي، چې د ښځو حقونه خوندي شوي او د نجونو د تعلیم او زدهکړو لپاره هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض ادعاوې ردوي او وايي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي او د زدهکړو لپاره د طرحې پر جوړولو کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې افغان نجونو ته باید د زدهکړو زمینه برابره شي؛ ځکه، چې پر زدهکړو د بندیز پرېکړه د دفاع وړ نهده