تازه خبرونه
د یوناما مشرې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له عمومي منشي سره وکتل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له عمومي منشي ایمانقُلي تاسماګمبتوف سره وکتل.
دا لیدنه د دوشنبې پر ورځ( د وري شلمه ) په روسیه کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې په مرکزي دفتر کې تر سره شوې ده.
د قرغزستان د «ایکي پرس» خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې په سیمه کې د سولې او ثبات د خوندي کولو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره د نړیوالو مرستو د اصلي برخو په اړه نړیوالې ټولنې ته معلومات ورکړل.
نوموړې دغه راز په افغانستان کې د سیاسي پرمختګونو په اړه خپل اندونه د ډلهییز امنیت ټولنې عمومي منشي ته وړاندې کړل.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي ټینګار وکړ، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو څخه د پاک، خپلواک، متحد او سولهییز افغانستان ملاتړ کوي.