تازه خبرونه

د یوناما مشرې له طالبانو سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لینز د دوشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالبانو د خبرو اترو له مرکچي پلاوي سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ او هڅو ټینګار کړی دی.

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي؛ د سولې خبرې باید رښتیني وي او لومړیتوب ورکړشي؛ ځکه، چې د جګړې پای ته رسول د حل یوازنۍ لار او د افغانانو غوښتنه ده.

یوناما په داسې وخت کې د افغان سولې خبرو ته رښتینی وړاندیز کوي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند څو ورځې مخکې په یوه ویډیو پیغام کې حکومتي مرکچي پلاوی تورن کړ، چې خبرو اترو نه حاضریږي او هسې وخت ضایع کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت چارواکي پرلپسې له طالبانو غواړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو ته راودانګي.

Trending

Exit mobile version