تازه خبرونه

د یوناما مشرې په دوحه کې د سولې په اړه ناستې پای ته رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی ډیبرا لاینز د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د څو ورځو مشورو وروسته خپل سفر د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له استازیو سره په خبرو اترو پای ته ورساوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت دفتر (یوناما) ویلي، چې ډیبرا لایز له نړیوالو شریکانو او ملګرو سره د افغانستان د سولې خبرو اترو د پرمختګ، پیاوړتیا او هڅونې لپاره څو مشورتي ناستې درلودې.

یوناما په څرګنده کړې، چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له استازیو سره د سولې هڅو او د سولې د عادلانه هوکړې په لاره کې د تمرکز د ساتلو لپاره کار ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو په اند، د استانبول په ناسته کې ځنډ د افغانستان ښکېلو خواوو او ګوندونو ته فرصت برابروي، چې د دوحې په خبرو کې پرمختګ وښیې او د سولې لپاره باید هیڅ خنډ پاتې نشي.

نوموړې له هغې وروسته خپلې مشورې پای ته ورسولې، چې ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر د استانبول کنفرانس ځنډیدل اعلان کړل.

داستانبول په ناسته کې ځنډ له هغې وروسته رامنځته شو، چې طالبانو تېره اوونۍ وویل؛ تر هغې به په هیڅ کنفرانس کې برخه وانخیستل شي، چې ټول بهرني سرتېري وتلي نه وي.

یوناما همدارنګه ویلي، چې دوی به له افغان میرمنو، ځوانانو، رسنیو، قربانیانو او مدني ټولنې سره خپلې هڅې روانې ساتي او د ټولګډونه سولې په وده کې به د دوی له حیاتي رول ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version