تازه خبرونه
د یونان د ساحلي سیمې د بېړۍ د ډوبیدو په زیانمنو کې افغان وګړي هم شته
په ایتالیا کې د افغانستان سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۹ ) څرګنده کړې، چې د یونان ساحلي سیمې ته نږدې د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې افغان وګړي هم شته دي.
دا بېړۍ، چې ویل کیږي له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ مسافر په کې سپاره ول؛ د تېرې چارشنبې پر ورځ د یونان له سویلي ښار پیلوس څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې ډوبه شوې ده.
تر اوسه د یوناني چارواکو لخوا د ۷۸ کسانو مړینه او د ۱۰۴ نورو ژغورل منل شوي دي.
په ایتالیا کې د افغانستان سفارت له افغانانو غوښتي، چې په ناامنه اوبو او له ګڼې ګوڼې ډکو بېړیو کې دې له ناقانونه سفر ډډه وکړي.
د سفارت په اعلامیه کې راغلي: مونږ له خپلو مهاجرو هېوادوالو غواړو، چې د قاچاق پر نړیوالو شبکو د ځان پر بیه باور ونهکړي. سربېره پردې لکه څنګه، چې ګورو د مهاجرینو او کډوالو مخ پر زیاتېدونکي شمېر د ازادو اوبو دغه ناقانونه لار غوره کړې او د توپاني هوا له خطرونو سره مخ شوي؛ ځکه، چې سفرونه اوږدیږي. په ځانګړي توګه کله، چې وروستی منزل ایتالیا وي.