تازه خبرونه

د یونان د کډوالو په ترټولو لوی پنډغالي کې اورلګیدنې زرګونه خلک بې کوره کړل

Published

on

Reuters
(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۳۹۹)

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ام  د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې تېره شپه د یونان په لسوس تاپو کې د “موریا” د ناندریز ښه راغلاست او پېژندنې مرکز د اورلګیدنې له کبله ۸۰ سلنه ویجاړ او سوزیدلی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې؛ لومړني راپورونه ښیي، چې په پېښه کې ځاني زیان ندی اوښتي؛ خو ۱۲۶۰۰ کډوال بې کوره شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مدیر انتونیو ویتورینو څرګنده کړې؛ دې ویجاړوونکې او سوځوونکي ناورین له یوې خوا او د وګړیو ګڼه ګوڼې او د کرونا ویروس ننګونې د موریا وضعیت نور هم کړکیچن کړی دی.

ویتورینو زیاته کړې: مونږ د یوناني چارواکو او اغېزمنو کډوالو او پناوړونکیو د ملاتړ لپاره هڅه کوو، چې له هغوی سمدستي پاملرنه، څارنه او امنیت ډاډمن شي. مونږ دوی ته د اوږدې مودې پر حللارو کار کوو.

یاد بنسټ په ډاګه کړې، چې دا به د چارواکو او اغېزمنو خلکو، په ځانګړي توګه د یتیمانو د سمدستي ملاتړ لپاره یوه هڅوونکې کړنه وي.

دا سازمان له نورو ډلو سره ژمن دی چې د لسوس ۴۰۰ بې کوره شوي ماشومان د هېواد کې نورو ډاډمنو مرکزونو ته ولیږدوي.

له همدې کبله آتن په لسوس کې بېړنی حالت اعلان کړی او سیمې ته یې د نظم بېرته راوستو لپاره پولیس استولي دي.

د یونان د کډوالو چارو مرستیال جورج کوموتساکوس ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال به په لنډ مهاله خیمو کې د حکومت لخوا استوګن شي.

د اور لګیدو لامل اوس هم ندی معلوم؛ خو یوناني چارواکي په دې اړه څېړنې کوي، چې آیا کوم چا اور وراچولی که نه؟

Trending

Exit mobile version