تازه خبرونه

د یوه موټر بم په چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په لوگر كې د یکشنبې په ورځ ( د کب ۱۱ ) سهار په يوه چاودنه كې څلور ملكي وگړي او نهه وسله وال وژل شوي دي.

د لوگر والي وياند دين محمد دروېش وايي:

د دغه ولايت د پل علم د بابوس د سيمې په يوه كور كې هغه موټر، چې له چاوديدونكيو توكو ډك و چاودلى دى.

د نوموړي په وينا، په دې بريد كې شپږ پاكستاني، درې افغان وسله وال، دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي.

نوموړی همدارنگه وايي، دا موټر د كوم بريد په موخه چمتو شوى و، چې د ليږديدو ځاى ته له رسيدو مخكې چاودېدلى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version