سوداگري

د یوې، دوه او پېنځه افغانیو کاغذي پیسې د چلند وړ دي

Published

on

د افغانستان بانک چارواکو څرګنده کړې؛ په پام کې ده، چې نن (چهارشنبه) به د ۱، ۲ او ۵ افغانیو بانکنوتونه بازار ته وړاندې شي.

د چارشنبې پر ورځ د بلخ ولایت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي؛ د افغانستان بانک د شمال زون آمر ضیا الرحمن مدني ویلي، چې د پخوا په څېر د ۱، ۲ او ۵ افغانیو بانکنوتونه د چلند وړ دي او هېوادوال کولی شي په راکړه ورکړه کې یې د عادي حالت په توګه وکاروي.

هغه ويلي، پخواني حکومت د شخصي ګټو لپاره دغه بانکنوتونه له چلنده وویستل؛ خو اوس ياده ستونزه اواره شوې او اړوند کاغذي پیسې د چلند وړ دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان بانک په خزانه کې شاوخوا یو میلیون اړوند افغانۍ شته، چې نن (چارشنبه) به بانکونو او بازارونو ته ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version