تازه خبرونه
د یو او بل ترڅنګ ودرېږئ او د دښمنانو بدې ارادې شنډې کړئ – د اسلامي امارت رهبر
هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د شرعي نظام پر ساتنه، د شریعت پر پلي کېدا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې یې ټینګار کړی دی.
هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، چې د اسلامي نظام پر حاکمیت د خلکو شرعي حقونه خوندي شوي او د ظلم او تېري مخه نیول شوې ده.
هغه د شرعي محکمو فعالیتونه او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کېدل د ټولنې د اصلاح برخه بللې ده.
په دې پیغام کې له عالمانو، د امر بالمعروف مسولانو او د دعوت او ارشاد ادارو غوښتل شوي، چې د دیني پوهاوي په ځانګړي ډول د لمانځه او عقیدې اړوند برخو کې خپلې هڅې روانې وساتي.
مولوي هبةالله آخوندزاده ویلي، اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی او له افغان پانګوالو یې غوښتي، چې له بېوزلو او زیانمنو خلکو سره خپلو مرستو ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ؛ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت رهبر د خپل پیغام په یوه برخه کې حکومتي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو دندو پر مهال د خلکو خدمت، هوساینه او د چارو چټکتیا په پام کې ونیسي او پر خلکو له ظلم څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت رهبر امنیتي ادارو ته هم لارښوونه کړې، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت او آرامۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي. همداراز اړوند مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې، د ځمکو د وېش او نورو آسانتیاوو برابرولو ته ډېره پاملرنه وکړي.