تازه خبرونه
د یو خصوصی تلویزیون پر موتر ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی او وايي، په دې چاودنه کې د یاد تلویزیون د درې کسانو په ګډون یو عام وګړی سخت ټپیان دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د یاد تلویزیون د کارکوونکیو پر موتر د ماین په چاودنه کې د یو بل موتر دریور او یو عام وګړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.