تازه خبرونه

د یو شمېر شخصیتونو د حسابونو هک کيدل، تویتر ته د خطر زنګ دی

Published

on

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د یو شمېر نومیالیو شخصیتونو د  تویتر حسابونه هک شوي، چې د دې ټولنیزې شبکې امنیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

تویتر شرکت ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشریزو تاکنو د دیموکرات ګوند د نوماند جوبایدن، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما، د امریکا تلویزیوني ستوری کیم کار داشیان، د تسلا شرکت د تکنالوژۍ میلیاردر او بنسټ ایښودونکي ایلان ماسک د تویتر حسابونه هک شوي وه.

د دغه شرکت په یو لړ تویتونو کې په ډاګه شوې: مونږ یو څه موندلي، چې دا د هغو خلکو له ټولنیز جوړجاړي سره همغږي ښیي، چې زموږ برښنایي داخلي سیستمونو او وسایلو ته لاسرسی لري او زمونږ خپل ځینې کارمندان یې په نښه کړي دي.

هکرانو بیا دا لاسرسی کارولی او بریالي شوي، چې زمونږ تائید شوي حسابونه د تویت کولو لپاره وکاروي.

تویتر د سیاسي نوماندانو او حکومتي چارواکو د اړیکو ټینګولو لپاره اړین دی او د ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون ډېرو سیاسي نوماندانو د راتلونکیو ټاکنو په بهیر کې له هکرانو وېره په ډاګه کړې ده.

د امریکا د پرمختګ مرکز مرستیال آدم کانر د سیاسي تکنالوژۍ د چارو په اړه څرګنده کړې؛ لکه دا، چې د جون پر ۱۵ ښه نشول، د نوامبر۳ ته به ډېر خراب وي.

دې هکرانو ځانونه مشهور شخصیتونه او بډایه کسان ښودلي او له خلکو یې د برښنایي پیسو غوښتنه کړې ده.

تر پرون ماښامه د لیږد ۴۰۰ بیت کوینه د ۱۲۰ زره امریکایي  ډالرو پر ارزښت ترسره شوي دي. دغه راز د قربانیانو نیمایي د امریکا په بیت کوین صرافیو کې دي، څلورمه برخه یې په اروپا او آسیا کې پانګونه کړېده.

پدې لیږدونو کې داسې نښې پاتې شوي، چې د هکرانو په پېژندلو کې مرسته کولی شي.

مالي زیان کیدی شي لږ وي؛ خو د تویتر باور ته پوره زیان رسیدونکی دی.

د ترایل اف بیت شرکت د امنیت مشر دان ګیدو ویلي؛ هکر ته د تویتر ځواب حیرانونکی و؛ ځکه په سان فرانسسکو کې ورځ نیمایي ده او پېنځه ساعته یې ونیول، چې هر څه بېرته تر څارنې لاندې راغلل.

له بلې خوا تویتر ویلي؛ اوس هم روښانه نده، چې هکرانو د پیغامونو له لیږدولو پرته د بیت کوین په اړه څه کړي دي.

 دا سایبر برید ترټولو خراب هک دی؛ ځکه ویل کیږي، چې د تویتر امنیتي سیستم خوندي ندی او د هکر د وردننه کیدو ځواک نلري.

Trending

Exit mobile version