سوداگري

د یو شمېر هټۍ‌والو او کسبګرو مالیه معاف شوه

Published

on

 د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخي د هېواد ټول هغه اصناف، چې کلنی خرڅلاو يي تر دوه میلیون افغانیو رسیږي؛ له مالیاتو معاف شوي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال نن پنجشنبه د غبرګولي لسمه په کابل کې د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته ویلي، چې په هېواد کې د اصنافو او کسبګرو بېلا بېلو برخو فعالیت کوونکیو لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د ټولو هغو کسبګرو او هټیوالو، چې دوه میلیون افغانۍ کلنی خرڅلاو لري؛ له مالیاتو معاف او له دوه میلیون افغانیو څخه زیات هغه لرونکیو کلنۍ مالیه صفر اعشاریه درې ته راټیټه شوې ده.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبد السلام حنفي وایي: د اسلامي امارت د زعیم د حکم پربنسټ ټول هغه اصناف او کسبګر، چې په هېواد کې فعالیت کوي او تر دوه میلیون افغانیو کلنی خرڅلاو لري؛ له مالیاتو معاف کړي، چې هېوادوالو او ولس ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د ماليي وزارت مسوولین وايي؛ اسلامي امارت ژمنه کړي، چې ملت او خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابروي.

دغه راز د مالیې وزارت چارسمبالي محمد ناصر د اسلامي امارت د زعیم د حکم پر بنسټ د هغو هټۍ‌والو او کسبګرو، چي کلنی خرڅلاو یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه هټۍ‌وال او کسبګر، چې له دوه میلیون ډېر خرڅلاو لري مالیه یې له ۰.۵ سلنې څخه ۰.۳ سلنې ته راکښته شوې ده.

 د ماليي وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر دا فرمان د روان کال له پیل څخه د اجرا وړ دی.

 د ماليي وزارت چارسمبالی وايي؛ په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره خصوصي سکټور او اصنافو لپاره ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شوي، چې د مالیو د معاف کیدو له دې حکم سره به په هېواد کې د خصوصي سکټور پر عمومي فعالیتونو مثبتي اغېزې زیاتې شي.

 محمد ناصر وایي: د اسلامي امارت له راتلو سره سم مو له خصوصي سکټور سره د توان په کچه په مالیاتو کې همکاري درلوده؛ پر لومړي کال له یو اعشاریه پېنځه څخه ۵ سلنه کړه، پر دوه‌یم کال له ۵ سلنې څخه صفر اشاریه پېنځه کړه په درېیم کال کې مو بشپړ مافیت رامنځته کړ.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي: په هېواد کې ورځ تر بلي د اقتصادي فعالیتونو د پرا ختیا لپاره هڅې رواني دي؛ د رهبرۍ له‌خوا دا مافیت پخپله په هېواد کې د اقتصادي فعالیتوتو د هڅونې لپاره مهم اقدام دی.

د اسلامي امارت یو شمېر مسوولین بیا وايي، چې دا حکمونه په داسې حال کې کیږي، چې د هېواد ټوله بودجه له داخلي عوایدو څخه تنظمیږي او یو اعشاریه شپږ میلیون کسانو ته د اسلامي امارت له‌خوا معاشونه ورکول کیږي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالی دین محمد حنیف وایي: سره له دې، چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې د خپلو لګښتونو لپاره زیاتو مالي سرچینو ته اړیتا لري؛ خو له دې سره – سره بیا هم د خپل ولس د اسانتیاوو لپاره په مالیاتو کې مافیتونه رامنځته کوي.

 د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندامحمد ندیم ویلي: له پیل څخه اسلامي امارت ملت ته د اسانۍ رامنځته کولو او په دنیا کې ورته د ښه ژوند برابرولو هڅې کړي، چې وروستۍ هڅه يي ښه بېلګه ده.

 د اصنافو او کسبګرو ټولنې استازی شیرین اغا سخي وایي: مونږ د اسلامي امارت له دې کړنې هرکلی کوو. له مونږ سره يي د اسلامي امارت له حاکمیت راپدیخوا همکاري کړې او د نورو همکاريو هیله هم لرو.

ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې ۲۰۶ ډوله اصناف فعالیتونه لري او له ټولو اصنافو غوښتنه شوې، چې د ماليي وزارت د هر کار کوونکي له‌خوا د بې مورده غوښتنې په صورت کې رسمي شکایت وکړي.

Trending

Exit mobile version