تازه خبرونه

د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلاموو- د شکایتونو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پاتې ولایتونو لومړنۍ پایلې ژر اعلام نکړي؛ کیدی شي دوی د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلام کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د هغو ولایتونو شکایتونو ته پر لاسرسي کار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون  یې لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشا منشي علي رضا روحاني وايي، چې د یو شمېر ولایتونو د لومړنیو پایلو ځنډولو د دوی چارې له ستونزو سره مخ کړې دي. که دغه ځنډ اوږد شي؛ مونږ به د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلام کړو.

د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېریږي؛ خو د ټاکنو کمیسیون ندی توانیدلی، چې د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل او بغلان ولایتونو لومړنۍ پایلې ندي اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، چې د کابل د ټاکنو اویا په سلو کې معلومات په سیستم کې ذخیره شوي او د همدې اوونۍ په لړ کې به د کابل پایلې هم اعلان شي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کاري او تخنیکي کمزورۍ به پر را روانو ولسمشریزو ټاکنو هم ناوړه اغېز وکړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غړی حبیب شینواری وایي؛ لدې ټولو ننګونو سره سره بیا هم کمیسیون شته او ولسمشریزې ټاکنې اغېزمنولی شي.   

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پکتیا ولایت لومړنۍ پایلې د یکشنبې پر مازیګر اعلام کړې او وایي، چې د پاتې دوه ولایتونو( کابل او بغلان) لومړنۍ پایلې به هم ډېر ژر اعلام شي.

Trending

Exit mobile version