تازه خبرونه

د ۱۱ خصوصي ښوونیزو بنسټونو کاري جوازونه لغو شول

د لوړو زده‌کړو وزارت د څارنې پر بنسټ؛ په دغو ۱۱ تعلیمي ادارو کې د علمي، تحصیلي او اداري اصولو نه مراعات، د خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو شتون، له اصولو سره سم د رهبرۍ او اداري کارکوونکیو نه شتون، د ټولګيو او ازموينې خونو نشتون او يا هم له اصولو سره سم نه تنظيمېدل، د مهمو درسي اسانتياوو نشتوالى او نورې ستونزې او سرغړونې د دې لامل شوي، چې د يادو تحصيلي موسسو کاري جوازونه لغو شي.

Published

on

د لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دغه وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ د ۱۱ خصوصي تحصیلي بنسټونو کاري جوازونه لغو شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د څارنې پر بنسټ؛ په دغو ۱۱ تعلیمي ادارو کې د علمي، تحصیلي او اداري اصولو نه مراعات، د خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو شتون، له اصولو سره سم د رهبرۍ او اداري کارکوونکیو نه شتون، د ټولګيو او ازموينې خونو نشتون او يا هم له اصولو سره سم نه تنظيمېدل، د مهمو درسي اسانتياوو نشتوالى او نورې ستونزې او سرغړونې د دې لامل شوي، چې د يادو تحصيلي موسسو کاري جوازونه لغو شي.

په اړوند خبرپاڼه کې راغلي، چې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابو نصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندوز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې الغیاث د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو د فعالیت جوازونه لغو شوي دي.

Trending

Exit mobile version