پرمختګ او بشپړتیا
د ۱۲۲ پرمختیایي شوراګانو له استازیو سره د ټولګټو پروژو تړون لاسلیک شو
د کلیو او پراختیا وزیر د یکشنبې په ورځ د کلیو د پرمختیایي شوراګانو له استازیو سره د ۱۲۲ ټولګټو پروژو تړون لاسلیک کړ.
د کلیو او پراختیا وزیر ټینګار کوي، چې پروژې باید پخپل وخت پای ته ورسیږي. د یادو پروژو ۹۰ پروژې د استنادي دیوالونو، کانالونو او سړکونو او ۳۲ پروژې د څښاک د اوبو د برابرولو په برخو کې بشپړیږي، چې د ټولو پروژو لګښت څلور سوه څلور دېرش میلیون افغانۍ دي.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دراني زیاتوي، چې د یادو پروژو په پلې کیدو یو ۱۹۷ زره ۶۴۰ کاري ورځې ایجادیږي.
نوموړی زیاتوي، البته دا پروژې د آسیایي بانک لخوا تمویل او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام له لارې په بلخ، بغلان، بدخشان، غور، پروان، بامیان، تخار، پکتیا، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پلې کیږي.
د پرمختیایي شورا یو شمیر غړي وایي، چې دا پروژې د ستاینې وړدي؛ خو د کلیو وګړي داسې نورو پروژو ته هم اړتیا لري.
ښاغلی دراني د کلیو د پرمختیایي شوراګانو او خصوصي شرکتونو استازیو ته ټینګار وکړ، چې د پرمختیایي پروژو په تطبیق کې جدي پام وکړي او له لازم کیفیت سره په ټاکلي وخت کې ګټې اخیستلو ته وسپارل شي.
خبریاله: نبیله حفیظي