سیمه ییز خبرونه

د ۱۳۹۳ كال ملي بوديجه د تصويب لپاره ولسي جرګي ته وړاندې شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ۱۳۹۳ مالي كال بوديجه ولسي جرګي ته وړاندي شوه.  د ماليې وزير وايي، د راتلونكي كال  پراختيايي او عادي بوديجه ۴۴۴ عشاريه ۲ ميليارد افغانۍ ده، چي د شته امكاناتو سر سم د هېواد د اړتيا او لومړيتوبونو پر بنسټ په پام كي نيولي شوې.

د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

د راتلونكي كال بوديجه كې د روان كال په پرتله ۹۵ عشاريه ۹ ميليارد افغانۍ زياتوالي راغلي.

د ماليې وزير زیاتوي، چې د راتلونكي كال په بوديجه كي امنيت، روغتيا، بېخبنا، كرنې، پوهنې او د كليو پراختيا ته  ډېرې پېسې ځانګړې شوي.

كه څه هم نوموړى مني، چي دا بوديجه د خلكو د اړتيا و سره برابره نده خو وايي، چي د شته امكاناتو په پام كي نيولو سره دغه بوديجه جوړه شوې. ده هيله وښوده، چې ولسي جرګه له دې بوديجې ملاتړ وكړي او پر خپل وخت سره يي تصويب كړي.

خود ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي او ځينې غړي دغه بوديجه د اساسي قانون خلاف ګڼي او وايي، په كي توازن نشته او ډېرې نورې نيمګړتياوې لري. 

د ۱۳۹۳ كال ملي بوديجه ۴۴۴ عشاريه ۲ ميليارد افغاني اټكل شوې، چي ۲۵۷ عشاريه ۸ ميليارد افغانۍ يي عادي بوديجه او ۱۶۸ عشاريه  ۴ ميليارد افغانۍ پراختيايي بوديجه ده. تېره اوونۍ مشرانو جرګې له يو لړ وړانديزونو سره دا بوديجه تائيد كړې وه.

Trending

Exit mobile version