سیمه ییز خبرونه

د ۱۳۹۳ ل كال د ولسمشرۍ په ټاكنو كې الكترونيكي تذكرې هم د باور وړ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو د خپلواك كميسيون دارلانشا لدې تذكرو څخه استفاده د راى وركولو حق په ترلاسه كولو كې  د خلكو لپاره يوه آسانتيا گڼي او وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون په پام كې لري، چې  د راى وركوونكو نوې نوم ليكنه، چې له پنځلس تر شل مليون ډالرو پورې لگښت لري پېل كړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون په شفافو ټاكنو كې د سياسي گوندونو، مخورو، عالمانو او ټولو خلكو همكاري اړينه گڼي او وايي، چې له دې پرته د رڼو ټاكنو تضمين ناشونى دى.

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ راتلونكو ټاكنو ته نيژدې يو كال او دوې مياشتې پاته دي تر اوسه هم په افغانستان كې د الكترونيكي تذكرو وېش ندى پېل شوى.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخيل وايي:

د ټاكنو خپلواك كميسيون د راى وركولو پخواني كارتونه او نوې الكترونيكي تذكرې، چې د نوي كال په رارسېدو به يې وېش پېل شي په راتلونكو ټاكنو كې د اعتبار وړ گڼي.

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ او پارلماني په تېرو ټاكنو كې د خلكو د ونډې اخيستو په خاطر له اوو مليون ډېرو كسانو ته، چې په ټاكنو كې يې د گډون شرايط بشپړ كړي و د راى كارتونه وېشل شوي، خو وېل كېږي، چې په تېرو ټاكنو كې له شپږ ميليون څخه تر اوو مليون پورې كسانو برخه اخيستې وه.

امرخېل زياتوي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په پام كې لري، چې د ولسمشرۍ له ټاكنو دوې اوونى مخكې هغو دوه نيم يا درې نيم ميليون تنو ته د راى وركولو كارتونو وېش پېل كړي، چې د رايو كارتونه نه لري او يا يې هم نوي شرايط بشپړ كړي دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د روان كال تر كب مياشتې پورې د راى وركولو د اوو زرو ځايونو لست امنيتي ارگانونو ته وسپاري، چې تر ارزونې وروسته به په هغو سيمو كې، چې امنيت يې د امنيتي ځواكونو له خوا ټينگ شوى وي ټاكنې ترسره كېداى شي.

Trending

Exit mobile version