سیمه ییز خبرونه

د ۱۳۹۴ كال د غويي په دوهمه به د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکني تر سره شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ۱۳۹۴ كال د غويي دوهمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاكنو د ورځې په توګه اعلام شوه. د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، په همدې ورځ به د ولسواليو د شوراګانو ټاكنې هم ترسره شي.

افغانان به د ۱۳۹۴ كال د غويي په دوهمه ورځ د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو درېيمه دوره ټاكنې وكړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، له مسئولو بنسټونو غواړي، چې د راتلونكو ټاكنو لپاره زمينه برابره كړي.

ښاغلى نور همدارنګه زیاتوي، د ولسي جرګې د ټاكنو نوماندان د راى وركولو له ورځې يوه مياشت مخكې كولاٰى شي ټاكنيز كمپاين پېل كړي.

نړيوالې ټولنې  تر ۲۰۱۵ م كال پورې د پنځه ډول ټاكنو لپاره له افغانستان سره د ۵۰۰ ميليون ډالرو د وركولو ژمنه كړې ده.

د ۱۳۹۳م كال د چنګاښ تر لومړى پورې د ولسي جرګې د غړو د دندې پاى نېټه ټاكل شوې، وليدل شي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د ټاكنو خپلواك كميسيون تركومې كچې په خپل كار كې بريالى راوباسي.

Trending

Exit mobile version