سوداگري
د ۱۴۰۲ کال په مرغومي کې نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات وشول
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې نن (دوشنبه د سلواغې درویشتمه ) د هېواد د صادراتو او وارداتو په اړه د روان کال په مرغومي کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند شمېر راټول او شنلی، چې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۹ اعشاریه ۹ میلیون ډالر او د وارداتو هغه ۷۸۵ اعشاریه ۴ میلیونو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په مرغومي کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٤٨ اعشاریه ۷ ميليون ډالر ته رسېدلى و. د دې شمېرنې شننه د تېر کال د همدې میاشتې پر پرتله د ۱۴۰۲ ل.ل کال په په صادراتو کې یو اعشاریه دوه میلیون ډالر زیاتوالی ښيي.
دغه راز د ۱۴۰۱ لمريز لېږدیز کال په مرغومي کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٦٨٦ اعشاریه ۷ ميليون ډالر ته رسېدلى و، چې په روان کال کې ٩٨ اعشاریه ۷ ميليون ډالر زيات شوى دى.
د احصائې د ملي ادارې شمېر ښيي، چې د روان کال او تېر کال په مرغومي کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته شوي وه.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په مرغومي کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چین او ایران څخه او د روان کال په مرغومي کې له ایران، چین او پاکستان څخه ول.
په صادراتو کې صادرات او بیا صادرات دي او په وارداتو کې محصولي او نامحصولي واردات شامل دي.