تازه خبرونه
د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې
په بریالیو کسانو کې ۴۱ زره ۲۸۳ کسانو پوهنتونونو او ۲ زره ۱۴۴ نور د نیمه لوړو زدهکړو بنسټونو ته لار موندلې ده.
د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د کانکور ازموینې پایلې، چې د تېر کال پر پرتله په کې د کامیابانو شمېر ډېر دی اعلان کړې.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي نن (یکشنبه د چنګاښ یودېرشمه) په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې سږ کال د بریالیو محصلینو شمېر د تېر کال پر پرتله زیات دی.
چارواکو ویلي؛ سږ کال د کانکور په ازموینه کې ۸۷ زره ۴۳۸ کسانو برخه اخیستې، چې ۴۴ زره ۷۳۸ کسان بریالي او ۱۷ زره ۷۲۱ نور بېپایلې شوي دي.
دغه راز د خصوصي تعلیمي ادارو لپاره نور ۲۴ زره ۳۹ پر شرایطو برابر پېژندل شوي دي.
په بریالیو کسانو کې ۴۱ زره ۲۸۳ کسانو پوهنتونونو او ۲ زره ۱۴۴ نور د نیمه لوړو زدهکړو بنسټونو ته لار موندلې ده.
اتل خان رحیم زوی د محمد اعظیم زوی د کابل ولایت اوسېدونکی او د حبیبې لیسې زدهکونکی د۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولوسره د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شواو د کابل د طبي علومو پوهنتون د ابو علي ابن سینا طب پوهنځي ته یې لار وموندله.
زین الله یوسفي د محمد یوسف زوی د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی شو. نوموړی د کابل له مرکزي دارالحفاظ څخه فارغ شوی؛ په ازموینه کې یې ۳۱۵.۵۵ نمرې اخیستي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته یې لار وموندله.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د ازموینو د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال د بریالیو نوماندانو شمېر د تېر کال پر پرتله ډېر دی. نوموړي زدهکړیالانو ته په پوهنتونونو کې د هر راز اسانتیاوو له برابرولو ډاډ ورکړ.
ندا محمد ندیم ویلي: د خوښۍ ځای دی، چې مونږ د افغانستان د روښانه راتلونکي شاهدان یوو، چې د پرمختګونو زیری له ځان سره لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ټینګار کړ، چې افغانستان د پرمختګ او ودانۍ لپاره په هره برخه کې مسلکي او تجربه لرونکیو ځوانانو ته اړتیا لري.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني ویلي: مونږ باید خپل ماشومان پر ټینګه اراده وروزو، چې د افغانستان دښمنانو ته په هره برخه کې ماتې ورکړو.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ټينګار کړی، چې قومي او ژبني مسايل په کانکور کې هيڅ رول نلري او پايلې يې د ګډونوالو پر زیارګالنې رامنځته شوې دي.
د یادونې ده، چې د سږنی کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې تر سره شوې ده.
