تازه خبرونه
د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه تصویب شوه
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال مالي بودجه د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده له هراړخیزې کتنې وروسته توشیح شوه.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پوره پاملرنه شوط ده. همدارنګه تېر کال ته ورته د روان کال مالي بودجه هم د هېواد له ملي عوایدو جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودجه د هېواد په مالي سیسپم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا لاسرسی ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان مالي کال دوه میاشتې تېرې شوې دي.
