تازه خبرونه
د ۱۵۰۰ فابريکو کار له څلور مياشتو ځنډ وروسته پيل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نوي کابل د يوزرو پينځه سوه فابريکو کار له څلور مياشتو ځنډ وروسته پيل شو.
د صنايع سبز شرکت ريس محمد محسن اميري وايي که د افغانستان سياسي وضعيت ښه شي؛ کيدای شي د دي فابريکوکار تر پينځو کلونو پاي ته ورسيږي او له دوسوه زرو ډيرو وګړو ته به د کار زمينه برابره شي.
دغه صنعتي پارکونه په شپږ زره جریب ځمکه کې د کابل په ده سبز سميه کي جوړيږي.
ويل کيږي چې پلا ستيک جوړونې فابريکي ،خوراکي توکي ،دوا جوړوني ،چاپي صنعت موبل وفرنيچر ،رنګ جوړوني ،فلز کاري او د لويو سړ خونو جوړول د کابل د ه سبز سميه کي جوړيږي.
که څه هم حکومت تل په هيواد کي د پانګوني له ودي خبر ورکړي ،خو بيا هم يو شمير پانګوال په د ي باور دي چي د تير کال په اوږد و کي حکومت د پانګوالو لپاره په هيواد کي لازم سهولتونه ندي برابر کړي.
خبریال: نعمت الله احمدي