تازه خبرونه

د ۱۶ ولایتونو ښوونیز او روزنیز مرکزونه د کرونا د چټکې خپرېدا د مخنیوي لپاره وتړل شول

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ د کرونا ویروس د درېیمې څپې د چټکې خپرېدا د مخنیوي لپاره به د غبرګولي له اتمې څخه په ۱۶ ولایتونو کې د خصوصي او حکومتي ښوونځیو او پوهنتونونه دروازې د دوه اوونیو لپاره تړلې وي.

یاد وزارت څرګنده کړې؛ په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا،  کندوز او نیمروز ولایتونو کې به دولتي او خصوصي ښوونځي، پوهنتونونه او روزنیز مرکزونه تر دوه اوونیو تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۰ کسان مړه شوي و چې ۶ یوازې په کابل کې دي.

دغه راز په یاده موده کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۶۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ورسره د ټولو اخته کسانو شمېر اویا زره ۷۶۱ کسانو ته رسېدلی؛ ۵۷۲۸۱ ناروغان ترې رغېدلي او ۲۹۱۹ نور مړه شوي دي.

دغه راز په یوه ګډه رسنیزه  ناسته کې د روغتیا، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو پر خلکو غږ کړی، چې  روغتیایي لارښوونې او سپارښتنې له پامه ورغورځوي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح خبرداری ورکړی، چې که خلک همکاري ونکړي؛ هر کور به مو د اړتیا له مخې د ځانګړیو بسترونو لرونکی او ټول خلک به پر ویروس اخته شي.

نوموړي ویلي؛ مونږ کولی شو د کرونا ویروس درېیمه څپه ودروو؛ خو که خلک مو همکارۍ او لاس نیوي  ته راودانګي.

د ښوونې او روزنې چارسمبالې رنګینه حمیدي هیله لري، چې وضعیت په راتلونکیو دوه اوونیو کې ښه شي او وکولی شو ښوونځیو او زدکوونکیو او ښوونکیو ته په هغو ولایتونو کې بیا ځای ورکړو، چې د پوهنې پروسه نورماله او د روغتیا وزارت لخوا وړاندیز شوې روغتیایي سپارښتنې پلې کړو.

د لوړو زدکړو وزیر عباس بصیر څرګنده کړې، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیټې د پرېکړې له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ټول عامه او خصوصي پوهنتونونه د دوه اوونیو لپاره تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version