تازه خبرونه

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې مو د حامد کرزي په ګټه درغلي کړې- مشاهد حسین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان سناتور مشاهد حسین په ډاګه کړې، چې د ۲۰۰۹کال په ټاکنو کې پاکستان د حامد کرزي په ګټه درغلي کړې وه.

نوموړي انتر نشنل نیوز ته دا هم وبلي، چې حامد کرزي د یادو ټاکنو پر مهال د امریکا پر ځای پاکستان ته ترجیح ورکړه او پاکستان په بدل کې د ۳ لکو مهاجرو رایې د نوموړي په ګټه وکارولې.

مشاهد حسین په ۲۰۰۹کال کې د پاکستان په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارو کمیتې  او د مسلم لیګ(ق) ګوند هڅاند مشر و.

نوموړي امریکايي چارواکو ته دا هم ویلي وه، چې حامدکرزی په دې ټولو کې ډېر هوښیار دی، کولی شي، چې خلک وغولوي او هغوی په ځان پوهه نه شي.

هغه وایي، ولسمشر حامدکرزی پوهیده، چې امریکایان له ده سره ستونزه لري؛ ځکه یې خپل اړخ له امریکا څخه پاکستان ته واړاوه او ښه پایله یې ترلاسه کړه؛ ځکه، چې په پاکستان کې د ۳ میلیون افغانانو رايي ټولي د حامدکرزي په ګټه وکاریدلې.

مشاهد حسین اوس د پاکستان په مشرانو جرګه کې د دفاعي چارو کمیتې مشري لري، امریکا ته د نواز شریف د خاص استازي په توګه تللی، چې هلته امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو ته په کشمېر کې د هندوستاني ځواکونو د ظلمونو او بشري حقوقو څخه د سرغړونو په اړه معلومات ورکړي.

د کال ۲۰۰۹ انتخابات د حامد کرزي او داکتر عبدالله تر منځ دوه یم پړاو ته له تګ مخکې داکتر عبدالله حامد کرزي ته تېر سو او وې ویل چې د هیواد د ګټو لپاره یې دا پریکړه وکړه چې دوه یم پړاو ته به انتخابات نه ځي.

Trending

Exit mobile version