سیمه ییز خبرونه
د ۲۰۱۴م كال ترپايه به جگړه پاى ته ورسيږي او امريكايان به كورونو ته ستانه شي
د امريكا او افغانستان تر منځ يو لړ شرطونو امنيتي تړون ځنډولى، چې د كابل دريځ د امريكايي چارواكو له سختو او تندو نيوكو سره مخ شوى دى.
د امريكا ولسمشر اوباما ويلي، چې د راتلونكي كال په پاى كې به روانه جگړه عراق ته ورته پاى ته ورسيږي او مونږ به خپل ځواكونه خپلو كورونو ته ستانه كړو. مونږ به له امريكا بهر د خپلو ځواكونو او هېواد د ساتنې لپاره نور بريالي گامونه پورته كړو.
ولسمشر اوباما د ۲۰۱۳م كال په وروستۍ خبري ناسته كې د افغانستان او امريكا د امنيتي تړون په اړه يادونه ونه كړه؛ خو د كانگرس لوپوړي چارواكي جم مورن له آشنا تلويزيون سره په خبرو كې د خپل هېواد راتلونكې پوځي او اقتصادي مرستې د دغه تړون له لاسليك سره وتړلې.
نوموړي دا هم ويلي، چې د افغانستان د جگړې لگښت يو ترليارد دالرو ته لوړيږي او افغان ځواكونو ته هم په كال كې څلور ميليارد دالر برابرول د همدې امنيتي سند له لاسليك سره تړاو پيدا كوي.
د امريكا د كانگرس دغه ديموكرات چارواكي ټينگار كړى، چې ولسمشر كرزى سياسي لوبه كوي او غواړي د افغانستان خلكو ته وښيي، چې د ټينگار وړ سړى دى.
دا په داسې حال كې ده ، چې ولسمشر حامد كرزي د امريكا لخوا افغانانو ته د كورونو د نه تلاشۍ ډاډ څرگند كړى دى.