سیمه ییز خبرونه

د ۲۰۱۴م كال د ولسمشرۍ ټاكنې اړينې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ د درېيم پړاو ټاكنې اړينې وگڼلې او په ترسره كيدو يې ټينگار څرگند كړ.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر ضيالالحق امرخېل وايي:

د ۲۰۱۴ م كال ټاكنې افغانستان ته ډېرې اړينې دي او هڅه كيږي، چې دا بهير عادلانه تر سره شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون د هرې ورځې په تېريدو د رڼو ټاكنو د تر سره كولو پر لوري ډاډمن گامونه پورته كوي.

د يو شمېر ولايتي كميسيونونو چارواكي امنيتي ستونزې د ولسمشريزو ټاكنو لپاره دمگړۍ ستر گواښ بولي.

د ټاكنو د مهال وېش له مخې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د ۱۳۹۲ل كال د وري په ۱۶ ترسره كيدونكې دي.

Trending

Exit mobile version