سیمه ییز خبرونه
د ۲۰۱۴ م كال د واك پر سوله ييز ليږد ټينگار څرگند شو
د افغانستان لپاره د ناټو ملكي استازى له افغان دولت څخه غواړي، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته واك په سوله ييزه توگه وليږدوي.
د ناټو دغه چارواكى په افغانستان كې د امنيت د ټينگښت په موخه د سولې په خبرو كې د پاكستان همكارۍ ته هم هيله من شوى دى.
په افغانستان كې د ولسمشرۍ راتلونكيو ټاكنو ته څوارلس مياشتې پاتې دي او د افغانستان لپاره د ناټو لوړ پوړى استازى وايي، چې په ۱۳۹۳ل كال كې ټاكنې د افغانانو لپاره يوه لويه ازموينه ده.
هغه له افغان دولت څخه غواړي، چې په هېواد كې واك په سوله ييزه توگه وليږدوي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملكي استازى ماووريتس جوكيمز په ډاگه كړه، چې:
وما په نظر د سياسي واك د ليږدولو بهير د امنيتي مسووليتونو د ليږد په پرتله ډېر مهم دى، خو دا بهير له افغان دولت او مشرانو سره تړاو لري، چې د افغانستان خلكو ته د سياسي واك د سوله ييز ليږد ډاډ وركړي.
اقتصادي ستونزې او د روغتيايي امكاناتو نشتوالى په افغانستان كې نورې ستونزې دي، چې د ناټو ملكي استازى ورته نغوته وكړه.
جوكيمز دغه راز وايي:
دا په نړيواله ټولنه او ناټو پورې اړه لري، چې د رهبرۍ په كچه د افغانستان د سولې په خبرو كې كار وكړي، خو څو ټكو او له دې جملې څخه د پاكستان همكارۍ زه هيله من كړى يم، چې دا بهير به بريالى وي.
هغه وايي:
پېنځه كاله مخكې افغان ځواكونو ته له ناټو څخه د امنيتي مسووليتونو د ليږد مسله دومره د پام وړ نه وه، خو اوس د افغان ځواكونو وړتياوې لوړې شوې، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته د ټول افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواكونو ته سپارل كيږي.
دا په داسې حال كې ده، چې امنيتي بنسټونه له ۲۰۱۴ م كال وروسته د امنيت د ټينگښت او سرحدونو د ساتنې په برخه كې د هوايي ځواك او اړينو وسلو نشتوالى د احتمالي گواښوونو په برخه كې جدي ستونزه گڼي.