تازه خبرونه

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۹۳۹ ملکي وګړي زیانمن شوي – یوناما

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)په یوه نوي راپور کې، چې د سې شنبې پر ورځ خپور شو په ډاګه شوي، چې د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه راټیټه شوې؛ خو دا، چې ملکي وګړیو ته په کې زیان اوښتی؛ غونی ځیږوونکې ده.

یوناما پخپل وروستي درې میاشتني راپور کې څرګنده کړې؛ د جنورۍ له لومړۍ د سپتمبر ۲۰۲۰ پورې ۵۹۳۹ ملکي وګړي ځاني زیانم شوي؛ ۲۱۱۷ وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ترې ټپیان دي.

یاد مامریت په خپل وروستي راپور کې ښيي: د تاوتریخوالي لوړې کچې پر ملکي وګړیو ویجاړونکې اغېزې کړي او افغانستان د نړۍ ترټولو وژونکې سیمه پاتې شوې ده.

یوناما ویلي؛ پداسې حال کې، چې د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۱۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ترټولو ټیټه ده، خو ملکي وګړیو ته زیان رسول ټکان ورکوونکی پاتې دی.

یوناما یوځل بیا د جګړو له اړخونو، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. دوی ویل، چې ښکېلې خواوې کولی شي د تاوتریخوالي کچه ډېره راټیټه او د ملکي زیانونو مخه ونیسي.

 یوناما په ګوته کړې؛ د ملکي تلفاتو په مستند شمېر کې کوم کمښت ندی راغلی، چې د سولې په اوسنيو خبرو کې د ښکیلو خواوو له امله رامنځته شوي؛ ځکه، چې په سپتمبر کې یې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

یوناما په هلمند کې د جګړې د شدت په اړه خپله اندېښنه راپورته کوي او وایي؛ په ننګرهار، لغمان او غور کې بریدونه شوي او په تخار کې هوایی برید  او یو ځانمرګي برید، چې د کابل د کوثر ښوونیز مرکز زدکوونکیو تر سره شوي، چې په دغو بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر ملکیان مړه او ټپیان دي.

په دغه برید کې، چې د کوثر ښوونځي پر زدکوونکیو تر سره شوی ۳۰ زدکوونکې وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

د دغه برید ډېري قربانیان هغه ردکوونکي دی، چې له اطرافي سیمو د کانکور آزموینې لپاره یې زدکړې تر سره کولې.

د یوناما راپور ښيي، چې د تېرو ۹ میاشتو د زیانونو ۳۱ سلنه ماشومان او ۱۳ سلنه ښځې دي.

په دې راپور کې د ۵۸ سلنې ملکي تلفاتو پړه پر وسلوالو مخالفانو اچول شوې ده.

دغه راپور په تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو لخوا د مرګ و ژوبلې ډېروالی ښيي؛ خو د دوی لخوا اوس د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو کې ۳۲ سلنه لږوالی راغلی دی.

په دې ګزارش کې راغلي؛ ملکي زیانونه په ناپېژاندو بریدونو کې زیاتوالی ښيي؛ خو د داعش په بریدونو کې کموالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو د ۲۸ سلنې ځاني زیانونو پړه پر دولت پلوه ځواکونو اچوي، چې د تلفاتو په کچه کې یې ۳۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه راپور په پای کې ملګرو ملتونو ویلي؛ چې د حکومتي ځواکونو پر هوایي بریدونو د ملکي وګړیو په ځاني زیانونو کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

  دا په داسې حال کې ده، چې لږ تر لږه په ۲۰ ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې عام وګړي په کې زیانمن کیږي او طالبانو د یوناما راپور ته په نغوته کې ویلي، چې د یوناما خپور شوی راپور د حکومتي سرچینو له معلوماتو  جوړ شوی، چې رښتینې بڼه نلري او  ځاني زیانونه د حکومتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ډېر رامنځته شوي دي.

Trending

Exit mobile version