تازه خبرونه

د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ته حکومت چمتووالی پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۹)

افغانستان او بهرنیو ملاتړیو یې په کابل کې د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د بدلون د اعلامیې وروستۍ غونډه جوړه کړه.

په همدې مناسبت د سې شنبې پر ورځ په کابل کې له ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د مدني ټولنې استازیو په ګډون یو کنغرانس جوړ شو.

دا کنفرانس د بدلون لسیزې (۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۴) وروستۍ ناسته ده، چې د نومبر په میاشت کې به د افغانستان پر ځان بسیاینې کې مرسته وکړي.

تمه ده، چې نړیواله ټولنه او افغانستان تر۲۰۲۴ پورې د هیواد د پرمختګ او ثبات په اړه خپلې ژمنې نوې کړي.

دوه ورځنی کنفرانس به د نومبر پر ۲۳ او ۲۴ تر سره شي؛ خو اصلي کنفرانس به پر دوه یمه ورځ ترسره شي، چې د هېواد پر ننګونو او بنسټیزو لاسته راوړنو به په کې بحث او خبرې وشي.

د مالیې وزارت چارسمبالي عبدالهادي ارغندیوال د سې شنبې پر ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل: د افغانستان د کنفرانس د ۲۰۲۰ به د دوه اړخیزو همکاریو او حساب وړاندې کولو د ګټورو اصولو لپاره له ځواکمنې ژمنې سره د کار لپاره یو ځانګړی فرصت وي.

ارغند یوال ویلي: د دوه اړخیز حساب وړاندې کولو په اړه پرمختګ ډېر اړین دی، چې دولت او زمونږ نړیوال همکاران باید د پرمختیایي سرچینو کارولو او پرمختیایی پایلو لپاره ځان مسوول وګڼي.

دغه راز ولسمشر اشرف غني، چې د قطر له دوحې څخه په یوه ویدیو پیغام کې ویلي: د کنفرانس د چمتو کولو بهیر مونږ ته دا زمینه برابره کړې، چې د تېر، اوسني او راتلونکي پرمختګ د لارو په اړه هر اړخیز او پوره بحث وشي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې: دا کنفرانس د نړیوالې ټولنې لپاره له افغانستان سره د خپلو د روانو ساتلو لپاره یو فرصت او دوامداره جوړوونکې خبرې وي، چې له کنفرانس مخکې او وروسته د پالیسۍ پر پلي کیدو راوڅرخي وي.

دا ناسته به د افغانستان د سولې او پراختیا ملي کنفرانس دوه یمه برخه وي، چې له ۲۰۱۵څخه تر ۲۰۲۱  پورې به د بازار، حکومت او سولې جوړولو پر درې محورونو راوڅرخي.

په دې کنفرانس کې به له ۷۰ د ډېرو هېوادونو استازي، د افغانستان حکومتي چارواکي، نړیوال سازمانونه او مدني ټولنې برخه واخلي.

د یادونې ده، چې د کرونا ناروغۍ د پراخیدو له کبله به دا کنفرانس آنلاین ترسره شي او د ویب له لارې به په ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version