لوبی
د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام لوبې نن پیل کیږي
د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام لوبې نن په لیټوانیا کې پیل کیږي.
دغه ټورنمنټ د لیټوانیا په ویلینس، کاووناس او کلایپیډا په درې لوبغالو کې ترسره کیږي.
مینه وال کولی شي د فوټسال نړیوال جام سیالۍ په آریانا ټلویزیون کې وګوري.
آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپراوي ویاړ ترلاسه کړی دی.
د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه نن شپه ۹:۳۰ له آریانا ټلویزیون خپریږي او د دې لوبو کوربتوب د لیټوانیا او وینزویلا پر غاړه دی.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۲۴ لوبډلې به په دې سیالیو کې برخه واخلي او د دې سیالیو وروستۍ لوبه به د روان کال د اکتوبر پر ۳ په کاووناس لوبغالي کې ترسره شي.
د ارجنټاین دفاعي اتل به راتلونکې سې شنبه په ویلینس لوبغالي کې له امریکا سره مخ شي.
دغه راز برازیل، چې تر دې دمه یې پېنځه ځله د فوټسال نړیوال جام ګټلی؛ راتلونکې دوشنبه به د ویټنام پروړاندې لوبه وکړي.
اسپانیه، چې اروپایي لوبډله ده تر دې دمه یې دوه اتلولۍ ګټلي او هڅه کوي د لوبې اتلولي بېرته اروپا ته راوګرزوي.
د اسپانیا ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له سویلي امریکا څخه د پاراګویي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
له بلې خوا ، د پرتګال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د ټایلینډ پر وړاندې ترسره کړي او د روسیې فوټسال اتحادیه به خپله لومړۍ لوبه د مصر پروړاندې ترسره کړي.
ایران او ازبکستان، د افغانستان دوه ګاونډ هېوادونه هم سیالي کوي. ایران به د سې شنبې پر ورځ په اف ګروپ کې له سربیا سره مخ شي. په داسې حال کې، چې ازبکستان او ګواتیمالا به په بي ګروپ کې ولوبیږي.
د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ.