کوید۱۹
د ۲۰۲۲ بیجینګ المپیک لوبې به یوازې چینایي نندارچیان ولري
(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۰)
رویټرز څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۲ بیجینګ د ژمي المپیک لوبې به یوازې د چینایي لیدونکیو په شتون کې ترسره شي.
د راپور له مخې؛ د المپیک نړیوالې کمېټې د ژمي المپیک لوبو د پیل کیدو په درشل کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۰ بیجینګ د ژمي المپیک لوبو لپاره ټکټونه به یوازې پر چینایي لیدونکیو وپلورل شي.
دغه راز په ډاګه شوې: هغو لوبغاړيو، چې د کرونا واکسین ندي ترلاسه کړی؛ باید له لوبو مخکې ۲۱ ورځې په قرنطین کې پاتې شي.
د المپیک بهرني مینوال هم د بیجینګ یادو لوبو ته له لاسرسي بې برخې دي.
چینایي چارواکي د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره خپل ځانګړي مقررات لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټوکیو د دوبي له لوبو څخه ډېر چینایي نندارچیان بې برخې شوي وه؛ خو چین به خپلو وګړیو ته اجازه ورکړي، چې لوبغالو ته ولاړ شي.