سوداگري

د ۲۰۲۲ ز. کال تر پایه له تاجکستان سره د وارداتي برښنا تړون وغزول شو

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، افغانستان ته د تاجکستان د برښنا د واردولو تړون د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه وغزول شو.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې ؛ دغه هوکړه لیک د افغانستان برښنا شرکت د اجرائیوي مشر حافظ محمد امین او د تاجکستان د برښنا شرکت د اجرائیوي مشر اسماعیل زاده ترمنځ له دوه ورځنيو خبرو وروسته لاسلیک شو.

د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي: تاجکستان ته د افغان پلاوي د سفر په بهیر کې د دواړو لوریو ترمنځ د سیمه ییزو او پراختیايي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د انرژۍ په برخه کې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غزولو په اړه بشپړې خبرې شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري.

د خبرپاڼې له مخې؛ افغان پلاوي تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د دغو پروژو د پيل او پایلې امنيت خوندي کوي.

Trending

Exit mobile version