لوبی
د ۲۰۲۲ ژمني المپیک د سرو زرو لومړی مډال ناروې خپل کړ
په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال ژمني اولمپيک لوبې له مراسمو وروسته نن شنبه (د قوس ۱۶ ) پيل شوې او د ناروې استازي د دې دورې د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.
د کراس کنټري سکیینګ سیالۍ او د ۷.۵ کیلومټره + ۷.۵ کیلومټره د سکیاټلون په سیالۍ کې د ناروې “ټرسه جوهګ” د ۴۴:۱۳.۰۷ دقیقو په وخت کې لومړی مقام خپل کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
له دې ورزشکارې وروسته د روسیې د المپیک کمېټې سکایرې “نتالیا نیپریاوا” د سپینو زرو مډال او له اتریش څخه “تیریسا استادلوبر” د برونزو مډال وګاټه.
په دې سیالیو کې ۶۵ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
لوبی
افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته د رسېدو وړتیا لري – سټوارټ لا
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي سټوارټ لا ویلي؛ دا لوبډله د دې وړتیا لري، چې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربتوب په پیلېدونکي شل اوریزو نړیوال جام کې دوهیم پړاو ته ورسیږي.
سټوارټ لا، چې اوس د متحده ایالاتو د لوبډلې مشر روزونکی دی؛ الجزیرې ته ویلي: زه د دوی د کرکټ لوبې پر څرنګوالي مین یم. د دوی د لوبې په ترسره کېدا کې هیڅ وېره نشته.
هغه زیاته کړې: دوی تل تېري کوونکي دي، تل برید کوي. ما ډیر دفاعي لوبغاړي ندي لیدلي او داسې نهښکاري، چې ډېري دفاعي لوبغاړي لومړۍ لوبډلې ته ورننوځي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبغاړي طبيعي استعداد لري او پياوړي او ځواکمن دي.
دی وایي: دوی ځینې وختونه له ځانګړیو شرایطو څخه د تېرېدو لپاره هوښیارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی په دې باور دی، چې دغه لوبډله د پرمختګ لپاره نورو توپوهونکیو ته اړتیا لري.
لا څرګنده کړې؛ د ځینو ځوانو لوبغاړو له راتګ سره د دوی توپوهنه ښه شوې ده.
ټاکل شوې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د غبرګولي دیارلسمه / د جون دوهیمه د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.
افغانستان به لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.
لوبی
کلکتې حیدرآباد ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله
د یکشنبې پر ورځ د هند غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د سن رایزرز حیدرآباد لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه اتلولي یې خپله کړه.
حیدرآباد د سیالیو د دې حساس پړاو پرمهال له سترې ستونزې سره مخ شو او په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۱۳ منډو پر جوړولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
کلکتې لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۰.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ.
وینکاټیش آیر پره ۲۶ توپونو ۵۲ او افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې.
د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د توپاچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه روانه وساتله. مچل سټارک دوه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۴ منډې یې وکړې.
د هند غوره لیګ اووهلسم پړاو سیالۍ، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شوې؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې.
د هند غوره لیګ له پای ته رسیدو وروسته به آریانا ټلویزیون ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به هم په ځانګړي او انحصاري توګه نشر کړي.
د راتلونکیو سیالیو د بشپړو معلوماتو د تر لاسه کولو له مونږ سره پاتې شئ.
لوبی
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
د شنبې پر ورځ د ۲۰۲۴ کرکټ شل اوریز نړیوال جام په نهم پړاو سیالیو کې ۲۰ لوبډلې سیالي کوي، چې د نړۍ مینهوال به پوره خوښ وساتي.
په افغانستان کې به هم د دغو سیالیو مینهوال خوښ وساتل شي؛ ځکه، چې آریانا ټلویزیوني شبکه (ATN) یې په هېواد کې د ژوندي خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.
دغه ۲۰ اوریز نړیوال جام به د غبرګولي له دولسمې څخه د چنګاښ تر نهمې / د جون له لومړۍ څخه د جون تر ۲۹ پورې په امریکا او کارابین کې ترسره شي.
د پاکستان له اعلان دوه ورځې وروسته ټولو لوبډلو خپلې لوبډلې اعلان کړې دي.
د لوبډلو نومونه په لاندې نوملړ کې راغلي دي:
افغانستان: راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نور احمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فرید احمد ملک.
احتیاطي: صدیق اتل، حضرت الله ځاځی او سلیم ساپی.
اسټرالیا: مچل مارش (لوبډلمشر) اشټون آګار، پیټ کمینز، ټیم ډیویډ، ناټن ایلیس، کیمرون ګرین، جوش هیزل ووډ، ټریوس هیډ، جوش انګلیس، ګلین میکسویل، مچل سټارک، مارکوس سټونیس، میټیو ویډ، ډیویډ وارنر، آډم زمپا.
احتیاطي: جیک فریزر، مک ګورک، مټ شارټ.
بنګله دیش: نجم الحسین شانټو (لوبډلمشر)، تسکین احمد، لیټن ډاس، سومیا سرکار، ټنزید حسن تمیم، شکیب الحسن، توحید هریدوی، محمود الله ریاض، جاکر علي آنیک، تنویر الاسلام، شک مهدي حسن، رشاد حسین، مستفیض الرحمن، شرف الاسلام ، تنظیم حسن ثاقب.
احتیاطي: عفیف حسین، حسن محمود.
کاناډا: سعد بن ظفر (لوبډلمشر) هارون جانسن، ډلون هیلیګر، ډلپریت باجوه، هارش تیکر، جرمي ګارډون، جنید صدیقي، کلیم ثنا، کنوارپال تاتګور، نونیټ دهلیوال، نیکولاس کرټن، پرګت سینګهـ، راویندرپال سینګهـان، رایانخان پټان شروا.
احتیاطي: تاجندر سینګهـ، ادیتیا ورداراجان، عمار خالد، جتیندر ماتارو، پروین کمار
انګلستان: جوس بټلر (لوبډلمشر) معین علي، جوفرا آرچر، جوناټن بیرسټو، هیري بروک، سیم کورن، بین ډیکټ، ټام هارټلي، ویل جیکس، کریس جارډن، لیام لیوینګسټون، عادل رشید، فیل سالټ، ریس ټاپلي، مارک ووډ.
هند: روهیت شرما (لوبډلمشر) هاردیک پانډیا، یشسوي جیسوال، ویرات کوهلي، سوریاکمار یادو، ریشاب پنټ، سنجو سمسون، شیوم دوبی، رویندرا جدیجا، اکسر پټیل، کلدیپ یادو، یوزویندرا چاهل، ارشدیپ سینګهـ، جسپریټ بومرا، بوم. سراج.
احتیاطي: شوبمن ګیل، رینکو سنګهـ، خلیل احمد، اویش خان.
آیرلینډ: پاول سټرلینګ (لوبډلمشر)، مارک اډیر، راس اډیر، انډریو بالبیرني، کورټیس کیمفر، ګیرت ډیلاني، جورج ډاکریل، ګراهام هیوم، جوش لیټل، بیري مک کارتي، نیل راک، هیري ټیکټور، لورکان ټکر، بین وایټ، کریګ ینګ.
نمیبیا: ګیرارډ ایراسموس (لوبډلمشر) زین ګرین، مایکل وان لینګین، ډیلان لیشر، روبین ترومپیلمن، جیک براسیل، بین شیکونګو، تانګیني لونګامیني، نیکو ډیوین، جې سمیټ، جان فریلینک، جې پي کوتز، ډیویډ ویس، برنارډ شولټز، مالان کروګر او پي ډي بلیګنایټ.
نیپال: روهیټ پاډیل (لوبډلمشر) آصف شیخ، انیل کمار سه، کوشل بورتل، کوشال مالا، ډیپینډر سینګهـ ایري، للټ راجبنشي، کرن کی سي، ګلشن جاه، سومپال کامي، پراټیس جی سي، سنډیپ جورا، ابیناش بوهارا، ساګر ډکال، کمال سنګهـ ایری.
هالینډ: سکاټ اډوارډز (لوبډلمشر) آرین ډت، باس ډی لیډ، کایل کلین، لوګان وان بیک، میکس اوډډ، مایکل لیویټ، پاول وان میکرین، ثاقب ذوالفقار، سیبرنډ اینجلبریچ، تیجا نیډامانورو، ټیم پرنګل، ویکرم سینګهـ وي. کینګما، ویسلي بارسي.
احتیاطي: ریان کلین.
نیوزیلینډ: کین ویلیمسن (لوبډلمشر)، فن الن، ټرینټ بولټ، مایکل بریسویل، مارک چاپمن، ډیون کانوی، لاکي فرګوسن، مټ هینري، ډاریل مچل، جیمي نیشام، ګلین فیلیپس، ریچین روینډرا، مچل سانټنر، ایش سودي، ټیم ساودي.
احتیاطي: بین سیرز.
عمان: عاقب الیاس (لوبډلمشر) ذیشان مقصود، کشیپ پرجاپتي، پراټیک اتلوال، ایان خان، شعیب خان، محمد ندیم، نسیم خوشي، مهران خان، بلال خان، رفیع الله، کلیم الله، فیاض بټ، شکیل احمد، خالد کلی. احتیاطي: جتنډر سینګهـ، سمای شریواستوا، سفیان محمود، جې اوډیدرا.
پاپوا نیو ګینا: اسدالله ویلا (لوبډلمشر) الی ناو، چاد سوپر، سی جے امیني، هیلا ویر، هیري هیري، جیک ګارډنر، جان کریکو، کبوا واګي موریا، کیپلینګ دوریګا، لیګا سیاکا، نارمن وانوا، سیما کامیا، سیس باو، ټوني اورا.
پاکستان: بابر اعظم (لوبډلمشر)، ابرار احمد، اعظم خان، فخر زمان، حارث رؤف، افتخار احمد، عماد وسیم، محمد عباس افریدي، محمد عامر، محمد رضوان، نسیم شاه، صائم ایوب، شاداب خان، شاهین شاه افریدي، عثمان خان.
سکاټلینډ: ریچي بیرینګټن (لوبډلمشر)، میټیو کراس، براډ کیري، کریس ګریوز، اولي هیرز، جیک جارویس، مایکل جونز، مایکل لیسک، برانډن مک مولن، جورج مونسي، صفیان شریف، کریس سول، چارلي ټیر، مارک واټ، براډ ویل.
سویلي افریقا: آډین مارکرم (لوبډلمشر) اوټنیل بارتمن، جیرالډ کویتزي، کوینټن ډی کوک، بیورون فورټوین، ریزا هینډریکس، مارکو جانسن، هینریچ کلاسین، کیشوا مهاراج، ډیویډ میلر، اینریچ نورټجي، کاګیسو ربادا، ریان ریکلټن، تبریز شمسي. سټبس.
سریلانکا: وینینډو هاسارنګا (لوبډلمشر) چاریټ اسانانکا، کوسل مینډیس، پاټم نیسانکا، کمینډو مینډیس، سډیرا سماراویکراما، انجیلو میټیوز، داسون شاناکا، داننجایا ډی سلوا، مهیش تییکشنا، دونیټ ویلالج، دوشمنټه د ماهیرا، نوشمانتا د ماهیرانا، دونیټ ویلالج مادوشنکا.
احتیاطي: اسیټا فرنانډو، وجیاکانټ ویاسکانټ، بھانوکا راجاپاکسا، جینیت لیانج.
یوګانډا: براین مسابا (لوبډلمشر) سایمن سیسازي، راجر موکاسا، کاسماس کیوتا، دنیش ناکراني، فریډ اچیلام، کینیټ ویسووا، الپیش رامجاني، فرانک نسیبوګا، هنري سینیونډو، بلال حسون، رابینسن اوبیا، ریاضت علي پټیل شاه، جوما جی او جوما.
احتیاطي: بې ګناه میوباز، رونالډ لوتایا.
متحده ایالات : مونانک پټیل (لوبډلمشر)، هارون جونز، انډریس ګوس، کوري انډرسن، علي خان، هرمیټ سینګهـ، جیسي سینګهـ، ملنډ کمار، نیسرګ پټیل، نټیش کمار، نوشټوش کینجیګ، سوراب نیټرالواکر، شاډلي وان شالکوک، سټیون ټیلر، شایان جهانګیر.
احتیاطي: ګجاننډ سینګهـ، جوانوی ډریسډیل، یاسر محمد.
ویسټ انډیز: روومن پاول (لوبډلمشر)، الزاري جوزف، جانسن چارلس، روسټن چیس، شیمرون هیټمایر، جیسن هولډر، شای هوپ، اکیل حسین، شمر جوزف، برانډن کینګ، ګوډاکیش موتي، نیکولاس پوران، آندرې رسل، شیرفن روډرفورډ، روماریو شیفرډ.
د خپراوي خبرتیا!
آریانا ټلویزیوني شبکې (ATN) روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.
د پېښې په اړه خبرونه، تازه معلومات او خبرتیاوې به په منظمه توګه د آریانا اوآریانا نیوز اوبپاڼې او ډیجیټل پاڼو کې خپریږي، نو ډاډه اوسئ او مونږ څارئ.
-
لوبی5 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
لوبی1 day ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
تازه خبرونه2 days ago
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
-
تازه خبرونه2 days ago
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
-
لوبی1 day ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر