ساینس او ټیکنالوژي
د ۲۰۲۲ کال په ژمنیو المپیک لوبو کې به ۷۰ تخنیکي لاسته راوړنې وکارول شي
(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۰)
د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک لوبې نه يوازې د اولمپيک د روحيې څرګندولو لپاره يو ښه فرصت دی، بلکې د بېجينګ د نړيوال ساينس او ټکنالوژۍ د نوښت مرکز د لاسته راوړنو یوه اړینه ننداره هم ده.
تر دې دمه بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو لپاره د ټکنالوژۍ څه لږ تر لږه دوه سوه تخنیکي لاسته راوړنې آزمويلې او کارولي، چې د لوبو په بهیر کې به له ۷۰ څخه ډېرې تخنيکي لاسته راوړنې وکارول شي.
دغه ټکنالوژي به د معلوماتي ټکنالوژۍ، سافټویر انجینرۍ، عامه امنیت، لوړ کیفیت ویډیو، د پېنځم نسل ګرځند شبکه، نوې انرژۍ په ګډون په نورو اړوند برخو کې له ۶۰ څخه د ډېرو موخو لکه امنیت او د خپرې شوې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وکارول شي.
د یادونې ده، چې یادې لوبې به د روان کال د فبرورس له ۴ تر ۲۲ نېتې په بېجینګ کې تر سره شي.