لوبی

د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام نغدي جایزې ځانګړې شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۲)

په هند کې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام نغدي جایزې د ۱۰ میلیون دالرو پر ارزښت اعلان شوې.

د کرکت نړیوالې شورا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۳ کال کرکت نړیوال جام ګټونکې لوبډله به د ۱۰ میلیون دالرو څخه څلور میلیون دالر ترلاسه کړي او دوه‌یمه درجه لوبډله به د نومبر پر ۱۹ د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ۲ میلیون دالر کور ته ولېږدوي.

ټولې لس لوبدلې به په ګروپي پړاو کې یو له بل سره لوبه وکړي او د نمرو په جدول کې څلور غوره لوبډلې به نیمه پای لوبې ته لار مومي.

د ګروپي پړاو لوبې ګټلو لپاره هم جایزې شته او لوبدلې د هرې بریا لپاره ۴۰ زره ترلاسه کوي. د ګروپي پړاو په پای کې هغه لوبډلې، چې د وتلو پړاو ته په رسېدو کې پاتې راشي؛ هره یوه به ۱۰۰ زره ترلاسه کړي.

د نړیوال جام په دیارلسم پړاو سیالیو کې به ټولې ۱۰ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي. هندوستان د کوربه‌توب له کبله دغو سیالیو ته لار پیدا کړې او نیوزیلند، انګلستان، بنګله دیش، پاکستان، آسترالیا، افغانستان او سویلي افریقا سوپر لیګ ته لار پیدا کړې ده.

سریلانکا او هالند د سیالیو له لارې د نړیوال جام په لوبډلو کې راغلي دي.

د کرکت تر ټولو سترې دا سیالۍ په ۱۰ لوبغالو کې ۴۸ لوبې کوي او د اکتوبر پر ۵ به انګلستان او نیوزیلند سیالي پیل شي.

د نړیوال جام له پیل مخکې به هره لوبډله په ۴۶ ورځنیو سیالیو کې د ښې لوبې کولو لپاره دوه روزنیزې لوبې کوي..

Trending

Exit mobile version