لوبی
د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده
تمه ده، چې څه باندې ۳۰۰ زره خلک به د سن سیند په سواحلو کې د پرانستې د لیدلو له مراسمو برخمن شي او نور یو نیم میلیارډ کسان به یې په ټوله نړۍ کې وګوري.
دادی د پاریس ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې؛ مخکې له پرانستې باید د څو سپورټي څانګو د اړتیاوو په اړه باید وپوهیږئ.
آیا کولی شوو د افغانستان لوبې وګورو؟
هو! آریانا ټلویزیون د لوبو د خپرولو حق ترلاسه کړی او دا سپورټي پېښې به په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د ۲۰۲۴ المپیک لوبې کله پیلیږي؟
د اولمپیک د پرانیستې رسمي مراسم به د جمعې پر ورځ د جولای پر شپږویشتمه د فرانسې د پلازمېنې د زړه په سن سیند کې پر لومړۍ بې سارې پېښې ترسره شي.
تمه ده، چې څه باندې ۳۰۰ زره خلک به د سن سیند په سواحلو کې د پرانستې د لیدلو له مراسمو برخمن شي او نور یو نیم میلیارډ کسان به یې په ټوله نړۍ کې وګوري.
د ۲۰۲۴ اولمپیک لومړی سپورټ کوم دی؟
په داسې حال کې، چې د پاریس المپیک لوبې په رسمي ډول د جمعې پر ورځ پرانیستل کیږي؛ خو لومړنۍ سپورټي پېښه به له چارشنبې څخه، چې د جولای څلیریشتمه کیږي پیل شي. په دې سیالیو کې د نرینهوود فوټبال ګروپي پړاو هم رانغښتل شوی.
لومړۍ لوبه به د ازبکستان او اسپانیا ترمنځ وي. دا لوبه به د کابل پر وخت د مازیګر ۵:۳۰ پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
له دې وروسته به د ګینا او نیوزیلینډ ترمنځ لوبه د کابل پر وخت ۷:۳۰ ترسره او بیا به ۹:۳۰ جاپان او پاراګوای سره مخ شي. د شپې ۱۱:۳۰ به کوربه هېواد فرانسه له امریکا سره ولوبیږي.
دا ټولې سیالۍ به پر ژوندۍ او قانوني بڼه په ټول افغانستان کې له آریانا ټلویزیون څخه خپرې شي.
پر فوټبال سیالیو سربېره د راګبي، هینډبال او غشې ویشتل پر لیندۍ سیالۍ به د پرانیستې له مراسمو مخکې پیل شي.
په فرانسه کې د پاریس ۲۰۲۴ المپیک او پارالمپیک لوبې تر ټولو لویې سپورټې پېښې دي، چې تر سره کیږي.
د اولمپیک لوبې به د د ۲۰۲۴ ز. کال د جولای له شپږویشتمې څخه د اګست تر یوولسمې ترسره شي او تمه ده، چې د نړۍ میلیارډونه خلک د دغو زړه راکښونکیو او څو کلتوري سپورټي پېښو د لیدو لپاره سره همغږي او راټول شي.
اړوند خبرونه:
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
آریانا ټلویزیون د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو د خپراوي حق ترلاسه کړ