لوبی

د ۲۰۲۴ اولمپيک لوبو د سرو زرو لومړی مډال د چين پر برخه شو

د شنبې پر ورځ (د زمري شپږمه) پر ۱۲ بجو د ۲۰۲۴ پر بادي ټوپک د ۱۰ مټره مختلطې څانګې د نښه ویشتلو په پاریس المپیک سيالۍ پایلوبه ترسره شوه.

Published

on

شينګ ليهائو او هوانګ يوټينګ د شنبې پر ورځ ( د زمري شپږمه) د جنوبي کوريا کيم جي هیون او پارک ها جون ته پر ماتې ورکولو پر بادي ټوپک د ۱۰ مټره مختلطې څانګې د نښه ویشتلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

د شنبې پر ورځ (د زمري شپږمه) پر ۱۲ بجو د ۲۰۲۴ پر بادي ټوپک د ۱۰ مټره مختلطې څانګې د نښه ویشتلو په پاریس المپیک سيالۍ پایلوبه ترسره شوه.

په دې لوبه کې د چین او جنوبي کوریا لوبډلو یو له بل سره مخ شول او چینایانو۱۶ پر ۱۲ سیالي وګټله. سویلي کوریا هم له دې پایلې سره د سیالیو د سپینو زرو لومړی مډال وګاټه.

دغو دوه لوبغاړو د ۲۰۲۰ ز، کال د توکیو په المپیک کې د سرو زرو مډالونه وګټل او بریالي شول، چې له خپلو اتلولیو ساتنه وکړي.

د دې سیالیو د درجه بندۍ په غونډه کې قزاقستان هم وکولی شول، چې د جرمني پر وړاندې د دغو لوبو د برونزو لومړی مډال وګټي.

د دغو سياليو په بهیر کې چينايان د غوټې‌وهلو په برخه کې د سرو زرو دوه‌یم مډال هم وګاټه. امریکا دوه‌یم او انګلستان درېیم ځای خپل کړ.

اوس مهال چين د سرو زرو د دوه مډالونو له ګټلو سره د مډالونو د وېش د جدول په سر کې دی.

سویلي کوریا او امریکا هر یو د سپینو زرو مډال لري؛ انګلستان او قزاقستان د برونزو له ۲  مډالونو سره په راتلونکي درجه بندۍ کې دي.

 

اړوند خبرونه: 

د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده

د پاریس اولمپیک لوبو مراسم د سن سیند پر غاړه له باراني پرانیستې سره پیل شول

Trending

Exit mobile version