لوبی

د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغان نوولس کلنو لوبغاړو لوبډله غوره شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۲)

د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې د مرغومي پر نهه‌ویشتمه / د جنورۍ پر نولسمه په جنوبي افریقا کې پیل شي؛ د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د افغانستان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

تمه ده، چې د نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو د افغانستان راتلونکی ستوری او لوبډلمشر نصیر خان له بشپړې روغتیا برخمن او یو ځل بیا د لوبډلې مشري وکړي.

دغه راز د نوموړي ترڅنګ نعمان شاه د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

ښي لاسی توپو‌ونکی علي احمد ناصر، چې په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې راغلی؛ بیا ځلې په پېنځلس‌کسیزه  لوبډله کې ټاکل شوی دی.

دغه راز ښي لاسی پیلیز توپوهونکی حسن عیسی خېل، ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی عرب ګل مومند او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی زاهد افغان، چې د سویلي افریقا په کوربه‌توب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې له ځانه ښه وړتیا وښوده؛ د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د افغان لوبډلې تېرې سیالۍ او بشپړې روزنیزې هڅې اغېزمنې بولي او هیله من دی، چې افغان ځوانان به په یادو سیالیو کې ښې لوبې وکړي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.

نوموړي زیاته کړې: افغان لوبډلې په تېره یوه میاشت کې دوه سترو لوبلړیو کې برخه واخیسته او دغه راز په تېرو شپږ میاشتو کې له خورا سختو روزنیزو هڅو تېر شوي، چې نړیوال جام سیالیو ته به بشپړه چمتو شي. مونږ افغان ځوانانو ته په دغو سیالیو کې د بریا غوښتنه کوو او هیله من یوو، چې لوبډله به د تېر نړیوال جام په څېر دا ځل هم ښه ځلېږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.

د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ:

نصیر خان لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی او مرستیال لوبډلمشر، حسن عیسی خېل، خالد تڼیوال، جمشېد ځدراڼ، وفي الله تره خېل، علي احمد ناصر، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، فریدون داودزی، بشیر احمد افغان، خلیل احمد او زاهد افغان.

دغه راز واحد الله ځدراڼ، ناصر حسن او عثمان شینواری د درې احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډله کې ټاکل شوي دي.

افغان لوبډله د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلو سره ځای لري او په یادو سیالیو کې به خپل سفر د جنوري میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان پر وړاندې په لوبه پیل کړي.

افغان لوبډله به دغه راز د جنوري میاشتې په څوارلسمه او شپاړلسمه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا پر وړاندې دوه روزنیزې سیالۍ هم ترسره کړي، چې د نړیوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.

د یادونې وړ ده، چې د سوپر کولا شرکت د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي ،چې له مخې به یې په یادو سیالیو کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version