لوبی

د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولي د لومړۍ ورځې د لوبو پایلې

د دې سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې نوید نادري وکولی شو، چې اقبال حسن څلور پر صفر مات کړي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۳

د ۲۰۲۵ کال د آریانا سنوکر اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې صالح محمد محمدي وکولی شول، چې ساحل ابراهیمي ته ۴ پر یو ماتې ورکړي او له مخې یې لرې کړي.

د دې سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې نوید نادري وکولی شو، چې اقبال حسن څلور پر صفر مات کړي.

په درېیمه لوبه کې علي احمد بریالی شو محمد صادق محمدي ته څلور پر دوه ماتې ورکړي.

په څلورمه لوبه کې محمد رییس هوتک وکولی شو، چې علي سخي څلور پر صفر وګټي.

په ټول افغانستان کې د سنوکر مېنه‌وال کولی شي د لیدو وړ دا سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلویزیون، آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، آریانا سپورټ یوټیوب پاڼې او د آریانا ټلویزیون اوبپاڼې ننداره کړي.

دا سیالۍ، چې پرون ( د سلواغې درویشتمه / د فبروري یوولسمه ) پیل شوي د روانې میاشتې تر نهه‌ویشتمې / اووه‌لسمې پورې به روانې وي.

Trending

Exit mobile version