لوبی

د ۲۰۲۵ کال د آسیا مرکز په ملتونو جام کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې د سیالانو نومونه ښکاره شول

د افغانستان فوټبال فډراسیون اعلان کړی، چې د B ګروپ د سیالیو کوربه به تاجکستان وي.

Published

on

د ۲۰۲۵ کال د آسیا مرکز په ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان، ایران او مالیزیا پر وړاندې؛ په B ګروپ کې سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون اعلان کړی، چې د B ګروپ د سیالیو کوربه به تاجکستان وي.

د دې ټورنمنټ په A ګروپ کې به د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او عمان ملي لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

دا سیالي د اته لوبډلو په ګډون د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۹ څخه د سپټمبر تر اتمې به د ازبکستان او تاجکستان پرکوربتوب ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version