تازه خبرونه
د ۲۰ کلنې جګړې ټول قربانیان د کلنیو پیسو د ترلاسه کولو مستحق دي
ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل وضاحت کې څرګنده کړې، چې د دې پیسو په ترلاسه کوونکو کې د پخواني حکومت د سرتېرو او پولیسو کورنۍ، یتیمان، ملکي کونډې او طبیعي معلولیت لرونکي خلک هم شامل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې یوازې له امریکا سره د جګړې د قربانیانو کورنۍ د کلنیو پیسو د ترلاسه کولو مستحقې دي.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل وضاحت کې څرګنده کړې، چې د دې پیسو په ترلاسه کوونکو کې د پخواني حکومت د سرتېرو او پولیسو کورنۍ، یتیمان، ملکي کونډې او طبیعي معلولیت لرونکي خلک هم شامل دي.
هغه د افغانستان د شل کلنې جګړې د یتیمانو، کونډو او معلولینو بشپړې شمېر هم خپرې کړې دي.
نوموړی وایي: «په ټول هېواد کې ۶۵۳ زره ۲۶۵ کسه یتیمان، کونډې او معلولین لرو، چې ۱۶۷ زره ۶۴۵ یې د امارت اړوند یتیمان، کونډې او معلولین دي، ۱۲۲ زره ۲۹۹ نور د تېرې نظام د سرتېرو او پولیسو یتیمان، کونډې او معلولین دي او ۳۶۳ زره ۳۲۱ یې عام او طبیعي یتیمان، کونډې او معلولین دي.»
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د دې پیسو کچه «دولس نیم میلیارډ افغانۍ» ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوه ورځو کې یو شمېر رسنیو د ذبیح الله مجاهد لخوا له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې داسې راپورونه خپاره کړي: ادعا کیږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي امارت د وژل شویو ځواکونو کورنیو ته هر کال ۱۲ میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوې دي.
