سیمه ییز خبرونه

د ۲۱ افغان سر تېرو د وژنې له امله افغان ولسمشر سریلانکا ته خپل سفر ځنډولی دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كونړ كې د وسله والو طالبانو په بريد كې د يوويشتو افغان سرتېرو له وژنې وروسته افغان ولسمشر حامد كرزي سريلانكا ته خپل سفر ځنډولى دى.

افغان امنيتي مسئولين وايي، چې سلګونو كورنيو او بهرنيو وسله والو په كنړ كې د افغان پوځ پر پوستو بريد كړى دى. يو شمېر افغان سرتېري لا تر دې دمه لادركه دي.

پر ډيورنډ كرښه پروت نا امنه كنړ ولايت د دوه زره څوارلسم كال د پېل راهيسې پر افغان پوځ د وسله والو مخالفينو د مرګوني بريد شاهد ګرځېدلى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د شنبې شپې ناوخته سلګونو كورنيو او بهرنيو وسله والو د افغان پوځ پر پوستو بريد كړى ۲۱ افغان سرتېري يې وژلي، درې يې ټپيان كړي او اته نور لادركه دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي، چې ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولايت کې د افغان سرتېرو وژنه غندلې ده او د كنړ د پېښې له امله يې د سريلانکا هېواد ته خپل د یکشنبې د ورځی ( د کب ۴ ) سفر لغوه كړى دى.

طالبانو ويلي بريد دوی کړی دی او ادعا كوي، چې د افغان پوځ ځيني وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.

Trending

Exit mobile version