تازه خبرونه
د ۲۷ ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته به لومړنۍ پایلې ونه منو- ثبات او همپالنه
په څلور ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده؛ خو په پنجشېر، سرپل او جوزجان کې د ټاکنډلو د څارونکیو له شتوالي سره سم دا بهیر بشپړ شوی دی.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویلي؛ څارونکي یې د ۲۷ ولایتونو د رایو په بیا شمېرولو کې نه ول او که دا رایې بیا ونه شمېرل شي، د ټاکنو هر ډول پایله ورته د منلو نده.
د ثبات او همپالنې د ټاکنډلې غړی یونس نواندیش ټینګار کوي، چې ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون باید په دې اړه همکاري وکړي.
نوموړی وایي: د ۲۷ ولایتونو بیا شمېرنه زمونږ په نشتوالي کې بشپړه شوې ده. مونږ له دولت جوړوونکې ټاکنډلې پرته د دغو رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده. مونږ له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څخه د زمینې برابرولو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې ډېر شکایتونه ثبت شوي دي. پرته له دې د پایلو اعلامول مونږ ته د منلو نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی اورنګ زیب وایي: د ناظرانو په شتوالي کې د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه د کمیسیون د کړنلارو او قانون له مخې تر سره شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو نوماندانو او ټاکنډلو غوښتي وه، چې د شکمنو رایو له بیا شمېرنې څارنه وکړي؛ مونږ د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بښپړه کړې ده.
ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دا غوښتنه ستونزه جوړونکې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض ویلي: اوسمهال دا غوښتنه ننګوونکې ده او ټاکنو کمیسیون یې په اړه پرېکړه نلري؛ خو د شکایتونو کمیسیون په اند باید د اووه ولایتونو د رایو بیا شمېرنه پای ته ورسیږي.
دغه راز په هغوولایتونو کې، چې د رایو بیا شمېرنه شوې؛ آیا د ټاکنڅارو د قناعت وړ ګرزیدلې او کنه؟
د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار غړی حبیب الله شینواري ویلي؛ یو شمېر رایې، چې په دې بهیر کې باطلې وې؛ باوري شوی او یو شمېر رایې، چې باوري وې، تاطلې شوې دي.
ټاکل شوې د رایو بیا شمېرنه د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶/ د دسمبر ۱۷) په ټولو اووه ولایتونو کې پاي ته ورسیږي د رایو له بیا شمېرلو وروسته به ښایې یوه روځ وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي.
خبریاله: دیانا صمدي