Connect with us

تازه خبرونه

د ۳۲ میلیون ډالرو مرستې نوې ټوګه کابل ته راورسېده

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک کابل ته د ۳۲ میلیون ډالرو نوې مرستې رارسېدل په ډاګه کړل.

دغه بانک پرون د کب ۱۵ ناوخته ټویټ کړی، چې د بشري مرستو د روان بهیر په لړ کې د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي ټولګه کابل ته رارسېدلې ده.

د دغه بانک د څرګندونو له مخې؛ دا د بشري مرستو ١٧ ټولګه ده، چې کابل ته رارسېدلي او د افغانستان بانک لخوا د افغانستان نړيوال بانک ته سپارل کېږي.

د افغانستان بانک د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې له دغه هېواد سره د لازمو بانکي آسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې څه نا څه ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې او د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان د نغدو پیسو له ستونزو سره مخ دي.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خوښي وښودله.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!