سیمه ییز خبرونه

د ۳۷ خصوصي امنيتي كمپنيو په لغو كولو كې كورنيو چارو وزارت پاتې راغلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د چارو اداره وايي، چې:

كورنيو چارو وزارت د هغه حكم په عملي كولو كې پاتې راغلى، چې د خصوصي امنيتي كمپنيو د لغو كولو په اړوند  افغان ولسمشر حامد كرزي صادر كړى و.

د چارو ادارې د څارنې او ارزونې رييس سيد احسان الدين طاهري په تازه څرگندونو كې ويلي، چې:

د كورنيو چارو وزارت اووه دېرش هغه خصوصي امنيتي شركتونه او كمپنۍ ندي تړلي، چې له پخوا راهيسې په افغانستان كې فعاليت كوي.

د چارو ادارې د چارواكو په وينا، كورنيو چارو وزارت يوازې  كمزوري او واړه خصوصي امنيتي شركتونه لغوه كړي دي.

د افغانستان په ناامنيو كې د خصوصي امنيتي كمپينو د لاس لرلو په اړه د رپوټونو له خپريدو وروسته ولسمشر حامد كرزي خپل دوه شپيتم فرمان د خصوصي امنيتي كمپينو لغو كولو ته ځانگړى كړ.

ولسمشر د تېر كال په زمري مياشت كې يو ځل بيا كورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې خصوصي امنيتي كمپنۍ وتړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا وايي، چې:

ټول هغه خصوصي امنيتي شركتونه تړل شوي، چې د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو امنيت يي ساته.

نوموړى زياتوي، چې هغه خصوصي امنيتي شركتونه او كمپنۍ فعالې دي، چې د ديپلوماتيكو  ځايونو امنيت ساتنه يې په غاړه ده.

دى ټينگار كوي، چې د روان كال تر پايه به ټولې خصوصي امنيتي كمپنۍ وتړل شي او مسووليت به يې د عامه نظم سرتېرو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې په كورنيو او نړيوالو مطبوعاتو كې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې خصوصي امنيتي كمپينو په ځينو سيمو كې وسلوالو طالبانو ته په اكمالاتي كتارونو د بريد نه كولو په بدل كې د باج په توگه پيسې وركولې.

Trending

Exit mobile version