تازه خبرونه

د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو په اړه مشورتي لویه جرګه پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۳۹۹)

د سولې مشورتې لویه جرګه نن جمعه د زمري ۱۷ د اګست ۷ په کابل کې له ټینګو امنیتي تدابیرو سره پیل شوې، چې درې یا پېنځه ورځې به روانه وي.

د دغې جرګې د جوړوونکیو د څرګندونو له مخې؛ د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ۷۰۰ میرمنو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو برخه اخیستې، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو او د سولې خبرو په اړه به بحث او خبرې کوي.

دا شورا د ټول هیواد له مخورو مشرانو، د مړني ټولنو له استازیو او سیاستپوهانو څخه جوړه شوې ده.

د سولې مشورتي جرګه به ولسمشر غني ته د سولې په برخه کې مشورې ورکوي.

د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دوحې هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې یې د افغانستان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او طالبان د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو خوشې کولو ته اړ شول.

طالبانو له اختر یوه ورځ مخکې په ډاګه کړه، چې ټول ۱۰۰۰ حکومتي بندیان یې خوشې کړل او د هوکړې ټاکلی شمېر بندیان پوره شول. اوس طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي او که دا بندیان خوشې نشي؛ خپلمنځی خبرې هم نه پیلیږي.   

په هره توګه حکومت وایي؛ پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو داسې جرمونه کړي، چې باید خوشې نشي او د برخلیک ټاکلو لپاره یې نن د زمري ۱۷ او د اګست ۷ د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شوه.

ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې استازیو ته د خبرو په پیل کې وویل؛ د دوحې د هوکړې له مخې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي ، نه غوښتل شوي بندیان.

هغه وویل، چې حکومت د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو ته ژمن ندی؛ خو طالب بندیان د حکومت د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه خوشې شوي د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل کیدو په لاره کې یو لوی خنډ دی او ولسمشر له مشورتي لویې جرګې غوښتنه کړې، چې دا مسله حل کړي.

دغه راز امریکایي مشرانو د سولې مشسورتي لویې جرګې له کوړیدو هرکلی کړی او په لویه جرګه کې د استازیو راټولول یې په افغانستان کې د سولې لپاره د ملاتړ پیاوړي کولو لپاره ارزښتمن ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ له ۴۰ کلنې جګړې، وینې تویولو او ویجاړیو وروسته دواړه خواوې چمتو دي، چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي بهیر پیل کړي.

په افغانستان کې د ناتو لوړپوړي ملکي استازی ستیفانو پینتاکورو ویلي؛ لویه جرګه په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره یو قرصت دی او د بندیانو آزادول په افغانستان کې د لنډمهاله خبرو پیل کیدو ته زمینه برابروي.

د ستیفانو د تویتي څرګندونو له مخې؛ هغه د جرګې له استازوو هیله کړی، چې په خپلو غونډو کې د سولې لپاره ملي کړنلاره پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version