تازه خبرونه
د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ
ولسمشر اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوشنبې پر ورځ د زمري ۲۰ ماښام مهال د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې د۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
د دغه فرمان د لاسلیک د مراسمو پر مهال د ولسمشر مرستیالانو، لوی درستیز، قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د ملي امنیت سلاکار، لوی درستيز، د چارو د ادارې عمومي مشر، د ولسمشرۍ د دفتر او د حکومت مرکچي پلاوي مشرانو حضور درلود.
ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې ښاغلي غني د پوځي پرسونل په مجازاتو کې د تخفیف او بښنې فرمان هم لاسلیک کړی دی.
ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ د هغو پوځي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه، چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.
د دې فرمان د لومړۍ مادې له مخې؛ د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده، چې تر پېنځه کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.
د دې فرمان په دوه یمه ماده کې لیکل شوي، چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نکوي.
پرون، د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې د هغو کسانوپه ګډون خوشې شي، چې په هېواد کې یې ان ستر خونړي بریدونه پلان کړي وه.
په دوحه کې د فبروري پر ۲۹ د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې رامنځته کولو یوه هوکړه وشوه، چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو اترو د پیل لپاره یو شرط دی.
طالبانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله بشپر ټینګار کړی، چې دوی به د ۵۰۰۰ طالب بندیان له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته له افغانانو سره خبرو ته راوړاندې شي.
حکومت ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به د راروانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د قطر په دوحه کې ترسره شي.
ټاکل شوې، چې حکومتي پلاوی د روانې اوونۍ د چارشنبه پر ورځ له کابل څخه قطر ته روان شي.