تازه خبرونه

د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسول له زغم پرته ناشوني دي ـ خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي؛ خبرې کوونکې خواوې باید د داسې یوې سولې په تکل کې وي، چې هیڅ بایلونکي یا ګټونکی ونلري.

ښاغلي خلیل زاد په ډاګه کړې؛ طالبان د افغانستان حکومت نه تر لاسه کوي، بلکې د حکومت یوه برخه به وي. ټولې خواوې باید ځانونه په دې حکومت کې ومومي؛ ځکه حکومت باید ټولډونه وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې څرګنده کړې: خبرې زغم ته اړتیا لري؛ مونږ وړاندوینه نشو کولی، چې ۴۰ کلنه جګړه به څومره اوږده شي؛ خو څومره، چې ژر وي هومره به ښه وي.

زلمي خلیلزاد ویلي: اړینه ده، چې صبر ولرو؛ یو بل ومنو او داسې یوې پایلې ته ورسیږو، چې ټولو ته د منلو او پلي کولو وړ وي.

هغه زیاته کړې؛ دواړه خواوې باید د داسې یوې لارې موندلو لپاره چمتو شي، چې په کې نه یو ګټونکی وي او نه یو بایلونکی، بلکې ګټونکي په کې د افغانستان خلک وي او ورسره روانه اوږده جګړه پای ته ورسیږي، چې هره ورځ په کې افغانان وژل کیږي او یا مالي او ځاني زیان ورته رسیږي.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ یو له ترټولو مهم خنډ د تاوتریخوالي لوړه کچه ده، چې د دواړو لوریو تر منځ د بې باورۍ لامل کیږي.

خلیلزاد وایي: مونږ د تاوتریخوالي د کمولو غغوښتونکي یو. مونږ د دوحې په غونډه کې هم غوښتنه وکړه ، چې تاوتریخوالی باید کم شي.

هغه زیاته کړې، چې دواړه خواوې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره تر دې دمه یوې هوکړې ته ندي رسیدلي.

خلیل زاد ویلي، چې امریکا ټولو خواوو ته ټینګار مړی، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا پالیسي  د نوي سیاسي نظام پر جوړښت د خپلمنځي خبرو اترو د پلاوو له پرېکړې سره تړاو لري، چې د ټولو افغانانو هیلو ته په کې درناوی په ډاګه شي.

هغه دا هم ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا مالي ملاتړ هم د دوی له پرېکړو سره تړلی دی.

دغه راز ولسمشر اشرف غني قطر ته د دوه ورځني سفر په بهیر کې، د حکومت او رسنیو د استازیو له یوه پلاوي سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل؛ خو له طالب پلاوي سره یې لیدنه نده شوې. یوازې د هېواد د رسنیو استازیو د طالبانو د رسنیو له استازیو سره لیدلي دي.

 

 

همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د حکومت د خبرو اترو ډله پدې مرحله کې پر درې ټکو راڅرخي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې حنیف اتمر خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د افغانانو تر منځ د خبرو لومړی اختلافي ټکی د خبرو د ژر تر ژره پای ته رسیدو لپاره لار اوارول دي.

دوه یمه مسله د تاوتریخوالي کمول دي. دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده، چې باید ژر تر ژره پلی شي.

درېیمه مسله دا ده، چې د خبرو اترو پلاوي باید ژر تر ژره سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

د ښاغلي اتمر په وینا؛ دا هوکړه باید په هېواد کې وینه تویدل ودروي او د ټولو ستونزو د حل لامل شي، چې جګړه پرې روانه ده.

Trending

Exit mobile version