سیمه ییز خبرونه
د ۴۱۶ ټاكنيزو مركزونو تړل كېدل د خلكو په حق كې ستره جفا ده
د افغانستان د رڼو ټاكنو د څارنې بنسټ يا تيفا خبردارى وركوي، چې د ټاكنو پر مهال به امنيتي حالت د تېرو ټاكنو د امنيتي حالت په تناسب ترينګلى شي. دا بنسټ وايي، د ۴۱۶ ټاكنيزو مركزونو تړل كېدل د افغانستان د خلكو په حق كې ستره جفا ده.
د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاكنو ته ور نږدې كيږو. خو دا ټاكنې يو لړ جنجالونه هم لري.
د ټاكنو د خپلواك كميسون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخېل وايي، كوم مركزونه، چې لا هم د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخامخ دي، كه يي امنيت ټينګ هم شي، په كې به ټاكنې ونه شي.
خو د افغانستان د رڼو ټاكنو د څارنې د بنسټ رييس نعيم ايوب زاده وايي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې، هر وګړى د دې حق لري، چې رايه وركړي او بايد د پراخ بنسټه ټاكنو زمينه برابره شي.
دا بنسټ انديښنه لري، چې د ټاكنو امنيتي حالت به د تېرو ټاكنو د امنيتي حالت په پرتله خراب شي.
د ولسي جرګې غړي بشير احمد تينج او علي اكبر قاسمي هم انديښمن دي، چې د رايي وركولو زيات مركزونه به ناامنه وي.
د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ به روښانه شي، چې په څه شمېر د رايي وركولو مركزونه به پرانيستي وي.