لوبی
د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.
د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.
د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.